په غور کې یو‌شمېر معلولان وايي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي او کلونه کېږي چې حکومتي مسوولانو یې وړتیا ته پام نه دی کړی او په هېڅ دولتي اداره کې یې پر دندو نه دي ګومارلي.

دوی چې د موسسو له مرستو هم محروم دي، د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي، څو وکولای شي چې خپلې اقتصادي اړتیاوې برابره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محمداغا او اسامه چې ورونه دي غور کې د هغو معلولانو له ډلې دي چې له لوړ استعداد او وړتیا څخه برخمن دي. دوی وايي، له کلونو راهیسې مخکیني حکومت او اړوند ادارو یې وړتیا له پامه غورځولې او استعداد ته یې پام نه دی کړی.

دغو دوو ورونو چې په انلاین بڼه زده‌کړې کړي، د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې معلولانو ته د زده‌کړو او روزنې زمینه برابره کړي، څو وکولای چې خپلې اقتصادي ستونزې په خپله حل کړي.

د غور د معلولانو د ټولنې مسوول عبدالقیوم بهبودي هم د دغه ولایت له مسوولانو غواړي، هغه معلولان چې په دولتي ادارو کې د کار کولو وړتیا لري، باید ورته د کار زمینه برابره کړي او موسسې هم د بشردوستانه مرستو وېش پرمهال باید معلولان هېر نه کړي.

بل‌خوا د غور د شهدا او معلولانو ادارې رییس عبدالوکیل متوکل وايي چې تراوسه ورته د مرکزي چارواکو له لوري د معلولانو د ګومارنې هدایت نه دی شوی او دوی هڅه کوي چې هغو معلول لرونکو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي چې وړتیاوې لري.

د غور د شهدا او معلولانو ادارې رییس زیاتوي، که څه هم معلولان له دولتي امتیاز او حقوقو برخمن دي، خو دغه امتیازات ورته بسنه نه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غور د شهدا او معلولانو ریاست د مسوولانو په وینا، په تېرو شلو کلونو کې څه باندې ۱۲۴۰۰ پوځي او ملکي معلولان دغه ولایت کې ثبت شوي چې ډېری یې ملکیان دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام