کابل کې یو شمېر معلولان شکایت کوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې معاشونه نه دي ورکړل شوي او ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

پروین چې د ماین په چاودنه کې یې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړي وايي، هرکله چې د شهیدانو او معلولانو وزارت ته مراجعه کوي، رد ځواب ترلاسه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغې وویل: « اته میاشتې کېږي چې د شهیدانو او معلولینو وزارت ته د خپل معاش لپاره مراجعه کوم، هغوی راته وايي چې نوم لیکنهوکړئ، کله چې عکسونه او اسناد یوسو راته وایي چې تر بل امر پورې انتظار وکړئ، ځکه چې بودجه نشته

په همدې حال کې یو بل معلول صمد هم وايي، په کور کې بل ډوډۍ ګټونکی نه لري. هغه له اسلامي امارت څخه غواړي چې د دوی حقوقاو امتیازات پر وخت ورکړي.

په همدې حال کې د شیهدانو او معلولانو چارو وزارت د معلولانو د معاشونو نه ورکړې لامل د هغوی په اسنادو  کې د جعل شتون بولي اووایي د معلولیت لرونکو کسانو د اسنادو د تثبیت بهیر روان دی چې تراوسه ۹۵سلنه یې څېړل شوي دي.

د دغه وزارت د فتر رییس قاري شاه‌محمد دوست  وایي چې په تېر حکومت کې داسې کسانو چې مستحق نه وو، تقلب څخه په استفادېیې معاش ترلاسه کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

معلولیت لرونکي کسان له کلونو راهیسې شکایت کوي چې معاشونه یې پر وخت نه ورکول کېږي. اوس په هېواد کې د فقر او بې‌وزلۍ کچېپه زیاتېدو، معلولیت لرونکي کسان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام