د علماوو غونډه؛ سیاستوال نیوکه کوي چې د نجونو د ښوونځیو بیا پرانستل د بحث موضوع نه وه

په کابل کې د افغانستان د علماوو د درې ورځنۍ غونډې له پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته یو شمېر سیاستوالو نیوکه کوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو بیا پرانستل د دې غونډې په اجنډا کې نه وه او نه پرې بحث شوی.

د «کابل انتقادي ښوونځي» بنسټ د نجونو ښوونځیو د بیاپرانیستلو غوښتنه وکړه

د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو تړلي پاتې‌کېدو ته د غبرګونونو په لړ کې نن د «کابل انتقادي ښوونځي» بنسټ مسوولانو کابل کې د یوې غونډې پرمهال د نجونو ښوونځیو پر نه‌پرانستلو نیوکه وکړه او وې ویل چې اسلامي امارت نجونې له اسلامي او شرعي حق څخه محرومې کړي دي.

شنونکي: د دیني علماوو غونډه کې پر مهمو مسایلو خبرې ونه ‌شوې

کابل کې د افغانستان د دیني علماوو لویه غونډه چې د تېرې پنج‌شنبې پر ورځ پیل شوې وه، پرون د دې غونډې د ګډونوالو له لوري د یوه یوولس ماده‌ییز پرېکړه‌لیک په لوستلو سره پای ته ورسېده. خو د چارو یوشمېر کارپوهان وايي چې د علماوو غونډه کې په ډېرو مهمو او حیاتي مسایلو بحث نه دی شوی.

اروپايي ټولنه افغان ماشومانو سره ۴۰ میلیونه یورو مرسته کوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا (یونېسف) په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو څخه د ملاتړ او د پولیو ضد واکسین د تطبیق په موخه ۴۰ میلیونه یورو مرسته کوي. یونېسف ویلي، تېر کال د ۸۸سلنه کورنیو لږ تر لږه یوه کس په ډېرو سختو شرایطو کې له کور د باندې کار کاوه.