د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو تړلي پاتېکېدو ته د غبرګونونو په لړ کې نن د «کابل انتقادي ښوونځي» بنسټ مسوولانو کابل کې د یوې غونډې پرمهال د نجونو ښوونځیو پر نهپرانستلو نیوکه وکړه او وې ویل چې اسلامي امارت نجونې له اسلامي او شرعي حق څخه محرومې کړي دي.
د دغه بنست غړې رمزیه سعیدي وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د نه پرانستلو او ټولنې څخه د ښځو څنګ ته کول ښيي چې د ښځو له حقونو سره سیاسي معامله کیږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د «کابل د انتقادي ښوونځي» بنسټ بله غړې آینور د نجونو ښوونځيو د تړلي پاتې کېدو ناوړه پایلو څخه خبرداری ورکوي او وايي، د دغه وضعیت دوام نجونې زدهکوونکې له یوه نامعلوم وضعیت سره مخ کړي او د ټولنې پرمختګ ته هم زیان رسوي.
هغه له اسلامي امارت څخه غواړي چې د نجونو ښوونځیو نه پرانیستلو لپاره قانعکوونکی دلیل وړاندې کړي، ګنې باید د ښوونځیو دروازې د نجونو زدهکوونکو پر مخ پرانیستل شي.
وموغوښتل په دې اړه د اسلامي امارت د پوهنې وزارت نظر هم ولرو، خو د دغه وزارت ویاند عزیزاحمد ریان وايي، د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه تازه جزییات نهلري.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې شاوخوا یوولس میاشتې تېرېږي، خو لاهم د نجونو ښوونځیو پرانیستلو په اړه پرېکړه نه ده نیول شوې چې په کور دننه او نړیواله کچه یې نیوکې راپورته کړي دي.