کابل کې د افغانستان د دیني علماوو لویه غونډه چې د تېرې پنج‌شنبې پر ورځ پیل شوې وه، پرون د یوه یوولس ماده‌ییز پرېکړه‌لیک په لوستلو سره پای ته ورسېده. خو د چارو یوشمېر شنونکي وايي چې د علماوو غونډه کې په ډېرو مهمو او حیاتي مسایلو بحث نه دی شوی.

د سیاسي چارو شنونکي امان‌الله هوتکي  سلام‌وطندار ته ویلي، دیني علماوو باید د شریعت په رڼا کې د اساسي قانون، د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو بیا پرانیستلو او د نظام جوړښت په اړه اسلامي امارت ته نظرونه ورکړي وای او امارت هم عملي کړي وای.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هوتکي زیاته کړه چې اقتصادي ستونزې، بې‌وزلي او ځینې نورې ننګونې له هغو مواردو دي چې اړتیا وه، علماوو یې په اړه بحث کړی وای.

نوموړي وویل: «همداشیان وو چې ورنه پاتې شوي. ستونزې ډېرې دي، باید نورې مهمې خبرې هم شوی وای. بحث شوی وای، مګر دا عمده مسایل وو، ډېر خلک په تمه وو، علماوو به یې په اړه نظر ورکړي، خو زما په نظر دا شیان ورکې راغلي نوو.»

د سیاسي چار بل کارپوه نورشاه نوراني هم ورته نظر لري او وايي، ولس چې د علماوو له غونډې کومه تمه درلوده، پوره نه‌شوه. د نوموړي په وینا، ټولو هیله درلوده چې علماوو تر هر څه مخکې د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستلو په اړه څرګند دریځ غوره کړي، خو داسې هېڅ ونه شول.

دی وړاندیز کوي چې د ټولو قومونو، ګوندونو، مدني ټولنو او مېرمنو په ګډون دې راتلونکې کې یوه بله لویه غونډه راوبلل شي، څو د افغانستان برخلیک په شمول د نورو مهمو مسایلو په اړه بحث وکړي او شته ستونزو ته د حل لارې ولټوي.

کابل کې د علماوو درې ورځنۍ غونډه کې شاوخوا ۴۵۹۹ کسانو ګډون کړی وو او پرون د یوولس ماده‌ییز پرېکړه‌لیک په خپرېدو سره پای ته ورسېده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم د دغې غونډې په غبرګون کې ویلي، دا چې د دیني علماوو غونډه کې د یو لړ مسایلو په اړه مشخص څه ونه ویل شول، د نړیوالې ټولنې پر دریځ به هم اغېز ونه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام