شنونکي: د دیني علماوو غونډه کې پر مهمو مسایلو خبرې ونه ‌شوې

کابل کې د افغانستان د دیني علماوو لویه غونډه چې د تېرې پنج‌شنبې پر ورځ پیل شوې وه، پرون د دې غونډې د ګډونوالو له لوري د یوه یوولس ماده‌ییز پرېکړه‌لیک په لوستلو سره پای ته ورسېده. خو د چارو یوشمېر کارپوهان وايي چې د علماوو غونډه کې په ډېرو مهمو او حیاتي مسایلو بحث نه دی شوی.

په مهمو مسایلو کې افغان ترکانو ته ونډه نه ده ورکړل شوې

یوشمېر ترکان د افغان ترکانو د پیوستون ورځې سره هم‌مهاله وايي چې د دغه قوم پر وړاندې بې‌عدالتي کېږي او د ژوند له لومړنیو حقونو بې‌برخې دي. د دوی په وینا، افغان ترکان روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او نورو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او دولت یې هم په اړه کوم ګام نه دی اخیستی.