یوشمېر ترکان د افغان ترکانو د پیوستون ورځې سره هم‌مهاله وايي چې د دغه قوم پر وړاندې بې‌عدالتي کېږي او د ژوند له لومړنیو حقونو بې‌برخې دي. د دوی په وینا، افغان ترکان روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او نورو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري او دولت یې هم په اړه کوم ګام نه دی اخیستی.

د افغان ترکانو د پیوستون شورا رییس عظیم خنجاني وايي، د هېواد په مهمو مسایلو کې ورته ونډه نه ده ورکړل شوې او د سولې په پروسه کې هم ځای نه لري. د هغه په خبره، په دولت کې د دغه قوم حضور ته پام نه دی شوی.

د افغان ترکانو د پیوستون شورا د ښځو برخې مسووله محبوبه بېګم هم وايي چې د ترکانو پر ښځینه پوړ هم پانګونه نه ده شوې او لا هم په څنډه کې دي. بېګم زیاتوي، افغان ترکانو تل د جمهوریت ملاتړ کړی، خو دولت ورته پام نه دی کړی او لپاره یې بنسټیز کارونه نه دي شوي.

په همدې حال کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال یعقوب احمدزی وايي، افغان ترکان د هېواد یو ستر قوم دی او تل هڅه شوې چې د دغه قوم په ګډون، نور قومونه په مهمو مسایلو کې ګډون ولري.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام