د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه د لیندۍ نهمه له کوربه سریلانکا لوبډلې سره درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي. ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ۱:۳۰ بجې پیل شي.
افغانستان له دې وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې سریلانکا ته د ۶۰ منډو په توپیر ماته ورکړې ده.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه چې د نن ورځې لوبې ګټونکی به نه یوازې لس امتیازونه ترلاسه کړي، بلکې د یادې لوبلړۍ جام به هم ترلاسه کړي.
دغه درې یو ورځنۍ لوبې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال ته جام ته د لارموندنې لپاره ترسره کېږي چې افغانستان له تېرې مساوي لوبې وروسته په ۱۱۵ امتیازونو سره دغه جام ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو لوبو کې څلور سیالي ګټلي اویوه یې د باران له کبله لغوه شوې ده. سریلانکا بیا پنځو لوبو کې دوه ګټلې، دوه یې بایللي او یوه یې مساوي شوې ده.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
خو د افغانستان او سریلانکا ترمنځ په شویو پنځو لوبو کې دوه یې افغانستان او دوه یې سریلانکا ګټلي او یوه مساوي پای ته رسېدلې ده.