د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبر لاینز وایي، د افغانستان د اقتصاد پاشلو څخه د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د افغان ولس د ښځو او نارینه‌ وو په ګډون د حقونو ملاتړی او پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما نن د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو له هغې ډلې د رییس الوزرا لومړي مرستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د مالیې وزارت له سرپرست هدایت‌الله سره لیدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ویناپاڼې پر بنسټ، په دغو لیدنو کې د افغانستان د بشري او اقتصادي ناورین د خرابوالي او د بشري حقونو د اندېښنو په اړه خبرې شوې دي. دېبرا لاینز ټينګار کړی چې ملګري ملتونه به خپلو حیاتي مرستو ته ادامه ورکوي، خو د افغانستان د اقتصاد پاشلېدو څخه د مخنیوي لپاره باید ټول بنسټونه خپلې هڅې وکړي او همداراز د افغانستان د وګړو د ښځو او نارینه وو له حقونو څخه د ملاتړ او پراخ بنسټه حکومت جوړېدو ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د رییس الوزرا  سرپرست دفتر هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبرا لاینز له مولوي عبدالسلام حنفي سره لیدلي دي.

د اسلامي امارت د رییس الوزرا دویم مرستیال زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو ته د امنیت ټينګښت سربېره نورې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د دغه بنسټونو له ګټورو او اغېزمنو مشورو هرکلی کوي.

حنفي له ملګرو ملتونو او نړۍ‌والې ټولنې غوښتنه کړې چې د نوي افغانستان حکومت په ځانګړې توکه بانکي سیستم یې پیاوړی کړي، څو له نړۍ سره همکاري پراخه شي. هغه وویل، د اسلامي امارت لومړیتوب دا دی چې د هر افغان امنیت ټينګ او حقوق یې ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له لوري په بشپړه توګه د افغانستان نیولو راهیسې امریکا د افغانستان بانک شتمني کنګل کړي. د پیسو نړۍ‌وال صندوق له افغانستان سره د هر راز پیسو راکړه ورکړه بنده کړې ده. د دغو پېښو په لړ کې تراوسه څو نړۍ‌والو بنسټونو په بشپړه توګه د افغانستان د اقتصاد له پاشل‌کېدو څخه خبرداری ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام