Asset 1SWN

سعودي او پاکستان افغانستان کې د ښځو پر ګډون ټینګار وکړ

saudi-pzs6mbruf00tmj1zm0i34t4fw9t13jghw2e3k2bc08

په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځینه‌وو پر کار د اسلامي امارت د بندیز پر وړاندې د راپورته شویو غبرګونونو په دوام، د سعودي عربستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو افغانستان کې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرهان ال‌سعود او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د ټیلیفوني خبرو پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې افغان ښځو ته باید د نارینه‌وو په څېر د ژوند په ټولو برخو کې برابره ونډه ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دواړو لورو د افغانستان سوله او ثبات مهم بللي او زیاته کړې یې ده چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو د سوکاله راتلونکې لپاره په دغه هېواد کې ښکېله پاتې شي.

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو شنونکی سیدشفیق‌الله سادات وايي، سعودي او پاکستان که څه هم د فکر او عقیدې له اړخه د افغانستان پر ټولو بهیرونو اغېز لري، خو په وینا یې، په‌کار ده چې د دواړو هېوادونو د اعلان شویو سیاستونو او عمل ترمنځ توپیر وشي.

په ورته وخت کې سیاسي فعال ډاکټر زلمی افغان‌یار بیا ټینګار کوي چې سعودي عربستان او پاکستان په افغانستان کې د روانو نابرابریو پر وړاندې نه، بلکې خپلو ملي ګټو او سیاستونو ته په کتو ورته دریځونه خپلوي.

په ورته وخت کې اسلامي امارت ته یو نږدې کس سیدذکرالله هاشمي وايي، د افغانستان د کورنیو مسایلو په اړه د نورو هېواودنو تکراري نظرونه کومه اغېزه نه لري او پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه هم ټول‌شموله نه دي؛ ځکه په وینا یې، ښځې د روغتیا، پوهنې او ځینو نورو برخو کې لا هم کار کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې سعودي عربستان او پاکستان له عقیدوي اړخه اسلامي امارت ته نږدې هېوادونه بلل کېږي او دواړو د اسلامي امارت لومړنۍ واکمني هم په رسمیت پېژندلې وه.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې اسلامي امارت ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتګ د بندیز تر څنګ، تازه په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځینه‌وو پر کار هم بندیز لګولی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام