د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، افغانستان د لومړي ځل لپاره قزاقستان ته سپین کاغذ صادر کړ. دغه وزارت نن دافغانستان د صنایعو او کانونو د خونې په حواله په خپل ټویټر کې لیکلي چې د « بهیر شرکتونو ګروپ» د تولیداتو لومړنۍ کاروانقزاقستان ته صادر شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د « بهیر شرکتونو ګروپ» هم خپل فیسبوک کې لیکلي چې د دغې فابریکې د A4 کاغذي تولیداتو لومړۍ جوپه قزاقستان ته صادر شوېده. د بهیر شرکتونو ګروپ همداراز، ویلي چې دا کمپني د A3 او A4 په اندازه سپین کاغذ تولیدوي.

د «بهیر» فابریکه د افغانستان له لومړنیو صنعتي فابریکو څخه ده چې د ۱۳۹۹ کال د مني په لومړیو کې یې په کابل کې د سپین کاغذ پهتولید پیل وکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راپورونو له مخې د دغې فابریکې مسوولانو هغه مهال ویلي وو چې دوی د ورځې ۱۲۰ ټنه تولیدات لري او که په کافي اندازه خام موادولري، کولای شي د ټول افغانستان د اړتیا وړ سپین کاغذ تولید کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام