کابل پرون د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان د درې‌اړخیزې غونډې کوربه و

د ا.ا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده سلام‌وطندار ته ویلي چې د اسیا شمال له سوېل سره نښلول، د ټرانزیټ او ټرانسپورټي لګښتونو کمول او د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د ګډې تخنیکي کمېټې جوړول د دې غونډې د اجندا مهمې برخې وې.

کابل کې د افغان‌-‌قزاق ګډ نندارتون پرانېستل شو

په کابل کې د افغان‌ـ‌قزاق دوه‌ورځنی ګډ نندارتون نن پنجشنبه د ا.ا او قزاقستاني چارواکو په ګډون سره پرانېستل شو.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبد.الغني برادر د افغان‌ـ‌قزاق نندارتون پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، یاد نندارتون د افغان او قزاق سوداګرو ترمنځ د تجربو شریکولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.

درېوو هېوادونو په کاسا۱۰۰۰ پروژه کې د افغانستان د فعالې ونډې غوښتنه کړې

د تاجکستان، قرغزستان او پاکستان د برښنا وزیرانو د کاپ۲۸مې غونډې په څنډه کې له افغانستان څخه غوښتي چې د برښنا د لېږد په کاسا۱۰۰۰ پروژه کې فعاله ونډه واخلي. دوی په اعلامیه کې لیکلي: «موږ غواړو چې په افغانستان کې د کاسا۱۰۰۰ پروژې کار بیا پیل کړو؛ ځکه د افغانستان له ګډون پرته به دا پروژه خپل ارزښت له لاسه ورکړي.»

د افغان سوداګرو یو پلاوی د بازارموندنې لپاره روسیې او منځنۍ اسیا ته ځي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن ملت ته د دولت د حساب ورکولو غونډه کې وویل چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان سوداګرو یو پلاوی د افغانستان کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې په موخه روسیې، اوزبکستان او قزاقستان ته ولاړ شي.

افغانستان د لومړي ځل لپاره قزاقستان ته د سپین کاغذ صادرات پیل کړ

د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، افغانستان د لومړي ځل لپاره قزاقستان ته سپین کاغذ صادر کړ. دغه وزارت نن دافغانستان د صنایعو او کانونو د خونې په حواله په خپل ټویټر کې لیکلي چې د « بهیر شرکتونو ګروپ» د تولیداتو لومړنۍ کاروانقزاقستان ته صادر شوی دی.

شنونکي: د قزاقستان کړکېچ به د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز وکړي

د اقتصادي چارو یو‌شمېر کارپوهان وايي، په قزاقستان کې روانه ناامني او بې‌ثباتي کولای چې د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز وکړي. دوی ټینګار کوي، که په قزاقستان کې اوسنی حالت دوام پیدا کړي، نو افغانستان ته به له یاد هېواد څخه واردات او صادرات له ستونزو سره مخ کړي.

قزاقستان له افغانستان سره د سوداګرۍ او زده‌کړو برخه کې همکاري کوي

د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر سلطانوف بخیت تورلیخانوویچ چې نن د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلي د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې دغه هېواد له افغانستان سره د صنعت، سوداګرۍ او زده‌کړو په برخه کې همکارۍ ته لېواله دی.