Asset 1SWN

سلام وطندار

بلنکېن: افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز به د بشردوستانه مرستو لېږد ټکنی کړي

00dc-blinken-1-videoSixteenByNine3000

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت انټوني بلنکېن په غیردولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د اسلامي امارت د حکومت له لوري د ښځینه‌وو پر کار د بندیز پرېکړه د افغانستان لپاره «ویجاړوونکې» بللې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت شنبه‌ شپه د مرغومې درېیمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «په ژوره توګه دې ته اندېښمن یو چې د اسلامي امارت له لوري د ښځو پر کار بندیز به افغانستان کې میلیونونه کسانو ته د بشردوستانه مرستو د لېږد بهیر مختل کړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

انټوني بلنکېن زیاته کړې: «ښځې په ټوله نړۍ کې په بشردوستانه عملیاتو کې بنسټ‌ییز رول لري او دغه پرېکړه کولای شي چې د افغانانو لپاره ویجاړوونکې وي.»

دا په داسې مهال دی چې بېګاه ناوخته د اقتصاد وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره په غیردولي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

په دغه مکتوب کې راغلي چې په غیردولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو له لوري د حجاب نه مراعت او د اسلامي امارت د قوانینو او مقرراتو د نه پام له امله جدي شکایتونه شوي دي.

د اقتصاد وزارت دغه مکتوب کې زیاته کړې چې د خپل مسوولیت ترسره کولو په موخه ټولو غیردولتي کورنیو او بهرنیو موسسو ته لارښوونه کوي چې تر بلې خبرتیا پورې دې د ښځینه کارکوونکو دندې وځنډوي. دغه وزارت خبرداری ورکړی چې د دغه امر د ځنډولو په صورت کې به د موسسې جواز لغوه کېږي.

د اسلامي امارت له لوري په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

کابل کې د المان سفارت دې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې دغه امر ظالمانه دی. یاد سفارت زیاته کړې چې د اسلامي امارت له دې پرېکړې د ټولنې تر ټولو کمزوري او اړمن کسان زیان ویني.

په همدې حال کې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) هم د اسلامي امارت دغه پرېکړه غندلې ده.

اوچا په یوې خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې د ملګروملتونو بنسټونه او شریکان یې په غیردولتي او کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو د کار په اړه د اسلامي امارت پرېکړه غندي.

د اوچا په خبرپاڼه کې راغلي: «داسې امر د ښځو بنسټ‌ییز حقونه نقضوي او د انسان‌‌دوستانه اصولو سره په ټکر کې ده.»

بل‌خوا د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه پیغام کې ویلي چې دا «ظالمانه او بې‌رحمانه پرېکړه ښځو ته سزا ورکول دي او بشردوستانه مرستې په خطر کې اچوي.» د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د افغانانو ژوند په ګواښ کې اچولي او افغانستان له ګواښ څخه ډک لوري ته بیايي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هم د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې باندې نیوکه کړې او ژر تر ژره یې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو راهیسې په دولتي ادارو کې یې ښځې له کار کولو محرومې کړې دي. حکومت همداراز په تازه‌ګۍ سره د هېواد په دولتي پوهنتونونو کې هم تر بلې خبرتیا پورې د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام