Asset 1SWN

د سمرقند ناستې ګډه خبرپاڼه؛ افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي

1402012415074493527382294

د روسیې په ګډون، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د داسې ټول‌ګډونه حکومت پر ارزښت او جوړېدو ټینګار کړی چې د ټولو افغانانو ګټې منعکسې کړي.

د چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه خبرپاڼه کې چې نن (د وري ۲۵مه، جمعه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر وېب‌سایټ خپره شوې، له اسلامي امارت څخه غوښتل شوي چې د ټولو قومي ډلو، ښځو او ماشومانو د حقونو په ګډون، د افغانانو بنسټیزو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغانستان پر اوسنیو شرایطو، ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو، ښځو ته د زده‌کړو او کار استانتیاوو برابرولو او د لږکیو د حقونو پر تضمین خبرې اترې شوې دي.

په یاده غونډه کې د افغانستان امنیتي وضعیت ناسم بلل شوی او ټینګار شوی چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت ټینګښت برخه کې به ګډ کار کوي.

د خبرپاڼې له مخې، افغانستان کې د داعش، القاعده او د پاکستاني طالبانو تحریک په ګډون، ټولې فعالې ترهګرې ډلې د سیمې او نړۍ امنیت لپاره ګواښوونکې دي.

په دې غونډه کې د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق پر وړاندې مبارزې باندې او پر ځای یې د بدیلو پروګرامونو پر پلي کولو هم ټینګار شوی دی.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانانو د ناسم بشري او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د افغانستان د اقتصادي بیارغونې او له خلکو سره د بشردوستانه مرستو لپاره یې چمتووالی ښودلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې غونډه کې له افغانانو سره د بشري مرستو برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان رول مهم بلل شوی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له افغانانو سره بېړنۍ بشري مرستې ډېرې کړي.

د افغانستان د ګاونډېو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه پرون د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شوه. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم په دې غونډې کې د ګډون په موخه سمرقند ته تللی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام