افغانستان د اسیا کپ شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره مخامخ شو. په دې لوبه کې پچه پاکستان وګټله او افغانستان ته یې د توپ‌وهنې بلنه ورکړه. افغانستان د شل‌ اورونو په لوبولو او شپږو ویکټو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به څو شېبې وروسته د پاکستان پر وړاندې توپ‌اچونې ته راووځي.

افغانان تمه لري چې د کرېکټ ملي لوبډله به په دې لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان تر دې وړاندې له سریلانکا سره دوه او بنګله‌دېش سره هم یوه لوبه کړې چې دوه یې ګټلي او یوه لوبه بیا سریلانکا ترې ګټلې ده.

ټاکل شوې افغان لوبډله سبا له هند سره مخامخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام