Asset 1SWN

هند لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

352846

د نیوزیلنډ او کوربه‌ هند د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې هند لوبډلې نیوزیلنډ ته د ۱۲ منډو په توپیر ماته ورکړه.

دغه لوبه چې د هند د حیدراباد په راجېف ګاندي نړیوال لوبغالي کې وشوه، هندۍ لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړۍ توپوهنه غوره کړه او په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۹ منډې جوړې کړې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هند لپاره په توپوهنه کې شوبمن ګېل ۲۰۸ او روهیت شرما تر ټولو زیاتې ۳۴ منډې وکړې. نیوزیلنډ لوبډلې د ورکړل شوي هدف په ترلاسه کولو کې ښکلې لوبه وکړه، خو د ۱۲ منډو په توپیر یې ماته ومنله.

نیوزیلنډ لوبډلې په ۴۹.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۷ منډې جوړې کړې. مېچل برېسوېل ۱۴۰ او مېچل سېټنر ۵۷ منډې جوړې کړې.

د هند لپاره په توپوهنه کې محمدسراج ښه وځلېد او په ۱۰ اورونو کې یې دوه مېډن کړل، ۴۶ منډې یې ورکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځول. کولډېپ یاډوف او شرډول ټاکور هم دوه دوه وېکټې ترلاسه کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ راتلونکې لوبه به د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه په رای‌پور کې ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام