Asset 1SWN

هند سریلانکا ته درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې تاریخي ماته ورکړه

352632

د هند او سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې کوربه هندۍ لوبډلې په ستر توپیر سریلانکا ته تاریخي ماته ورکړه او دغه لوبلړۍ یې ۳.۰ وګټله.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې دې لوبه کې د سریلانکا ټوله لوبډله په ۷۳ منډو وسوځوله او د ۳۱۷ منډو په توپیر یې بریا خپله کړه. هند یاده لوبه کې سریلانکا ته د ۳۹۱ منډو هدف ورکړی و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هند لپاره په توپوهنه کې ویرات کوهلي بې‌سارې لوبه وکړه او ناسوځېدلې ۱۶۶ مندې یې جوړې کړې او ترڅنګ یې پیلیز لوبغاړي شوبمن ګېل هم ۱۱۶ منډې وکړې.

 په توپ اچوونه کې بیا د هند لپاره محمدسراج ۱۰ اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځول، محمدشمي شپږو اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او دوه سریلانکايي لوبغاړي یې له مخې پورته کړل.

کولډيپ یاډوف هم پنځو اورونه وکړل او د ۱۶ منډو په بدل کې یې دوه وېکټې ترلاسه کړې.

هند په خپل کور کې له سریلانکا لوبډلې لومړی د شل اووره او ورپسې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په یوه اړخیز ډول وګټلې.

د هند او سریلانکا ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړی ویرات کوهلي ونومول شو چې په درېوو لوبو کې یې ۲۸۳ منډې جوړې کړې وې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټاکل شوې چې هند د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه نېټه دوه ورځې وروسته له نیوزیلنډ سره د درېوو یو ورځنیو او درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام