د هند کرېکټ ملي لوبډله بریالۍ شوه چې په دویمه یو ورځنۍ سیالي کې کوربه ویسټ انډیز ته په دوو وېکټو ماته ورکړي.

په دغه لوبه کې لومړی ویسټ انډیز توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۱ منډې جوړې کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ویسټ انډیز ته په بېټنګ کې شې هوپ ۱۱۵ او نېکولاس پوورن ۷۴ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې هند لوبډلې ورکړل شوی هدف د اکشرل پټېل د ناسوځېدلو ۶۴ منډو پرمټ وکولای شوای چې د لوبې په وروستي اوور کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو، ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي او بریا خپله کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دواړو لوبډلو ترمنځ راتلونکې او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د جولای میاشتې په ۲۷ نېټه کېږي چې له هغه وروسته هند او ویسټ انډیز د پنځو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام