د روان کرېکټ شل اووره نړیوال جام سوپر ۱۲ پړاو کې نن پنجشبه د اکتوبر ۲۷مه سوېلي افریقا بریالۍ شوه چې بنګلدېش ته د ۱۰۴ منډو په توپیر ماته ورکړي.

په دغه سیالي کې سوېلي افریقا د «رایلي روسو» د سیلیزې پرمټ په ټاکل شویو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو بنګلدېش ته د ۲۰۶ منډو هدف وټاکه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رایلي روسو دغه سیالي کې ۱۰۹ او کوینټن ډيکاک ۶۳ منډې وکړې.

د سوېلي افریقا د ورکړل شوي هدف په ځواب کې د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې له ټاکل شویو شلو اورونو څخه یوازې ۱۶.۳ اووره ولوبول او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۰۱ منډې جوړې کړې. د بنګلدېش لپاره په توپوهنه کې لېټن ډاس تر ټولو زیاتې ۳۴ منډې جوړې کړې.

د سوېلي افریقا لپاره په توپ اچوونه کې انخېل نوکیا په ۳.۳ اورونو کې د لسو منډو په بدل کې څلور بنګلدېشي لوبغاړي وسوځل او تبرېز شمسي بیا څلورو اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي یې وسوځول.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سوېلي افریقا په دې بریا سره په خپل ګروپ کې په یوې بریا او یوې بې‌پایلې لوبې سره په درېوو امتیازونو سره لومړی ځای لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام