Asset 1SWN

سوېلي افریقا دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هم انګلستان مات کړ

353528

د انګلستان او سوېلي افریقا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنې یا «سوپرلیګ» سیالیو په لړ کې سوېلي افریقا په دوو پرله‌پسې لوبو کې انګلستان ته ماته ورکړه.

سوېلي افریقا لوبډلې بېګانۍ لوبه کې د ټېمبا بافووما د سلیزې پر مټ انګلستان په پنځو وېکټو مات کړ. سوېلي افریقا دې دوو بریا سره نړیوال جام ته د تلو مزل نور هم لنډ کړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې دغه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او د جاس بټلر د ناسوځېدلو ۹۴ منډو پر مټ یې کوربه‌ سوېلي افریقا ته په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو د ۳۴۳ منډو هدف وټاکه.

د انګلستان لپاره په توپوهنه کې له جاس بټلر پرته هاري بروک ۸۰ او معین علي ۵۰ منډې جوړې کړې.

سوېلي افریقا د ورکړل شوي هدف ترلاسه کولو لپاره ښکلې لوبه وکړه او د لوبډلمشر ټېمبا بافووما سلیزې او د ډېوېډ مېلر او مارکو یانسن ملګرتیا د سوېلي افریقا بریا یقیني کړه.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

بافووما دې لوبه کې خپلې لوبډلې لپاره ۱۰۹، ډېوېډ مېلر ناسوځېدلې ۵۸ او اېډن مارکرم ۴۹ منډې جوړې کړې. دواړه لوبډلې به درېیمه او ورورستۍ یو ورځنۍ لوبه د فبرورۍ په لومړۍ نېټه سه‌‌شنبه ترسره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام