د اسټرالیا په کوربهتوب د کرېکټ شل اووره نړیوال جام په سوپر ۱۲ پړاو کې نن د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډله د سوېلي افریقا د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
سوېلي افریقا لوبډلې په روان شل اووره نړیوال جام کې تراوسه کومه سیالي نه ده بایللې او د پنځو امتیازونو په درلودو سره د بي ګروپ د جدول په دویم ځای کې شتون لري. د سوېلي افریقا یوه لوبه د باران له امله لغوه شوه او پاتې دوه سیالۍ یې ګټلي دي.
بلخوا د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې په خپل ګروپ کې تراوسه درې سیالۍ کړي چې دوه یې بایللي او یوه یې ګټلې ده. پاکستان د «بي» ګروپ د جدول په پنځم ځای کې دی.
په وروستیو پنځو نړیوالو شل اووره سیالیو کې سوېلي افریقا لوبډله یوازې یو ځل بریالۍ شوې چې پاکستان ته ماته ورکړي او پاتې څلور لوبو کې پاکستان بریا خپله کړې ده.
بلخوا پاکستان په وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې درې ګټلي او دوه یې بایللې دي چې دواړه یې په روان نړیوال جام کې وې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
سوېلي افریقا بیا یوازې یوه لوبه بایللې، درې یې ګټلي او یوه یې د باران له کبله لغوه شوې ده.