د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به د اغزن تار غځولو پروژه د کابل په خوښه بشپړه شي. د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې افغانستان خپل ورور هېواد بللی او ویلي هیله‌مندي ښودلی چې د اغزن تار غځولولو پروژه به د افغانستان په خوښه بشپړه شي.

د افغانستان د اسلامي امارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. خو په د  وروستیو اوونیو په ترڅ کې د اسلامي امارت ځواکونو د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو د مخته تګ او د نویو پوځي تاسیساتو د جوړېدو مخه نیولې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي و چې پر دې کرښې د اغزن تار د بشپړولو هڅې روانې دي او د افغانستان له لوري په ځينو سیمو کې ددغه تار د ټولولو موضوع به په ډيپلوماټیکه توګه حل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت چارواکو  د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار پر لګولو نیوکه کړې وه او ویلي وو چې پاکستان حق نه لري د کرښې دواړو خواته پراته قومونه رسه جلا کړي. خو د پاکستان حکومت ویلي چې پر دې کرښې يې د غيرقانوني تګ راتګ د مخنيوي لپاره اغزن تار لګولی دی.

د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګول چې له ۲۰۱۷ کا راهیسې پیل شوی او د دغه هېواد د چارواکو په وینا چې تراوسه یې ۹۰ سلنه کاربشپړ شوی دي. د پاکستان له لوري د اغزن تار لګولو موضوع له کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستاني چارواکو ترمنځ پارونکې موضوع وه او تل پر دې کرښه نانندرې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام