د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي  ویلي چې هېواد یې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د اغزن تار لګولو په اړه د راپورته شویو جنجالونو د هواري لپاره له ډيپلوماټيکو لارو د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو سره د تعامل په هڅه کې دی.

نوموړي په پاکستان کې یوې خبري ناسته کې ټينګار کړی چې دغه هېواد خپلو ملي ګټو ته ژمن دی او په یوه اړخیزه توګه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې د اغزن  تار لګولو ته دوام ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «له اسلامي امارت سره په تعامل کې یو او باید په دې واکمن واوسو، هغه سرګراني چې منځ ته راغلې، له ډيپلوماټيکو لارو یې حل کړو.»

د نوموړي په وینا، یو‌شمېر کړۍ غواړي دغې موضوع ته لمن ووهي او له وضعیت څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي. قریشي ویلي چې په دې موضوع کې شراچول د پاکستان په ګټه نه ده او دغه هېواد به له خپلو ملي ګټو دفاع وکړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د وروستیو اوونیو په ترڅ کې د اسلامي امارت ځواکونو د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو د مخته تګ او د نویو پوځي تاسیساتو د جوړېدو مخه نیولې ده.

د اسلامي امارت چارواکو تراوسه د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویاند د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار پر لګولو نیوکه کړې وه او ویلي وو چې پاکستان حق نه لري د کرښې دواړو خواته پراته قومونه رسه جلا کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګول چې له ۲۰۱۷ کا راهیسې پیل شوی او د دغه هېواد د چارواکو په وینا چې تراوسه یې ۹۰ سلنه کاربشپړ شوی دي. د پاکستان له لوري د اغزن تار لګولو موضوع له کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستاني چارواکو ترمنځ پارونکې موضوع وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام