د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید دوه ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو ته ویلي چې افغانستان سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو مسله حل شوې او د اسلامي امارت سره به په ګډه پر پوله اغزن تار لګوي.

هغه ویلي، د اغزن تار په غځولو یې پوځ ډېرې قربانۍ ورکړي او پیسې یې هم پرې لګولي دي. خو د اسلامی امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي، د ډیورنډ فرضي کرښي په تړاو یې پاکستاني چارواکو سره کوم سند نه‌دی، لاسلیک کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «تراوسه په دې اړه اسلامي امارت د کوم توافق برخه نه‌دی، که تېرو ادارو او حکومتونو سره کوم تعاملات رامنځ ته شوي وي، ممکن د هغو په اړه به یې څرګندونې درلودې، د اوس لپاره مونږ کوم تړون سره نه لرو.»

د چارو شنونکي بیا پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو کې د اسلامي امارت ښکېلتیا د هغوی په زیان بولي.

د نړیوالو چارو کارپوه خپلواک ځاځی وایي، د ډیورنډ مسله د پولې دواړو خواوو ولسونو ترمنځ حساسیتونه راپارولی شي او د پاکستاني چارواکو له‌خوا داسې مسلو ته لمن وهل، ښایي دا وي چې هېواد کې د حاکم نظام مشروعیت ستونزو سره مخ کړي او د ولس او حکومت ترمنځ واټن رامنځ ته کړي.

د چارو شنونکی حمیدالله هوتک بیا د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه هر ډول پرېکړه د حکومتونو نه، بلکې د پولې دواړو غاړو ته د ولسونو کار بولي

هغه وویل، پر دغې کرښې د اغزن تار غځول د تېر حکومت پر وخت کې پیل شوي چې اوس یې ځینو سیمو کې تېر شوی او ځینو کې لا هم پاتې دی.

د هغه په وینا، که اسلامي امارت پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو مسله پاکستاني چارواکو سره منلي وي، دا به یې ستره تېروتنه وي او که د اغزن تار غځولو په اړه تېر حکومت ورسره هوکړه کړي وي، نو دا ملي خیانت بلل کېدی شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستاني پوځیانو له‌خوا د اغزن تارغځولو موضوع تر دې وړاندې هم د کرښې د دواړو غاړو ولسونو سخت غبرګونونه راپارولي او ځینو سیمو کې په دی اړه جګړې هم شوي چې مرګژوبله یې هم لرله.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام