د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت اړوند په لعل‌پورې ولسوالي کې د اسلامي امارت ځواکونو پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو د تازه تاسیساتو د جوړېدو مخه نیولې او اغزن تار یې هم ورټول کړی دی.

چارواکي زیاتوي چې پاکستاني لوري ته ويل شوي چې پر فعالیتونو به یې غلي نه پاتې کېږي او په سیمه کې د اسلامي امارت ځواکونو ته د تیارسۍ امر شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې د ننګرهار والي او د ولايت مرستيال د يوشمېر پوځي مسوولانو په ملتيا له سيمې ليدنه کړې او سرتيرو ته يې د هر راز چمتووالي ډاډ ورکړی دی. د خلکو له لوري هم د اسلامي امارت دغه اقدام له هرکلي سره مخ شوی او د هر راز ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ناوخته په ټولنیزو رسنیو کې یو‌شمېر ویډیوګانې لاس په لاس کېدې چې په‌کې د اسلامي امارت یو قومندان د لعل‌پورې ولسوالي په صفري نقطه کې د یوې پاکستانۍ پوستې ساتونکو ته د دوی له‌خوا د تازه تاسیساتو د جوړولو پر سر خبرداری ورکوي او د فعالیتونو د درېدو غوښتنه ترې کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم پاکستان ختيځ زون کې د ډيورنډ پر کرښه د اصولو خلاف فعالیتونه کړي چې د افغان لوري له کلک غبرګون سره مخ شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام