د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالي مسوولان وایي، بهرنیو ځواکونو د ډېورنډ کرښې هغې غاړې پاکستاني لورې ته د يو لوی پوځي بېز په جوړولو بوخت دي او غواړي چې هلته دېره شي.

د اریوب ځاځیو ولسوال کفتان اخلاص سلام‌وطندار ته وایي، د ډېورنډ فرضي کرښې هغې لوري شيلوزان ترې منګل سیمه کې، بهرني ځواکونه په اکمالاتو او پوځي بېز جوړولو لګیا دي.

 نوموړی وایي د کشفي راپورونه پر اساس هره ورځ په همدې سیمه کې جنګي او بار وړونکي چورلکې ليدل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې له صفري نقطې څخه د شیلوزان سیمه نږدې ۸ کیلو مټره لرې پرته ده چې لسګونه پوځي لوتکې ورته تګ راتګ کوي. د نوموړي په وینا، دغه بېز د لوګر ولایت د پوځي اډې په پرتله څو چنده لوی دی او سرحدي، ملي امنیت او  د پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ د دې اډې د جوړېدو چارې له نږدې څاري او پرې خبر دي.

پکتيا کې د اريوب ځاځيو اوسېدونکي وايي د ډېرو خلکو څخه يې اوريدلي چې بهرني ځواکونه د ډېورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ځای پر ځای کېږي.

د سيمې اوسېدونکی او د اريوب ځاځيو قومي شورا مشر انور صديقي وایي، داسې اوازې دي چې د ډېورنډ فرضي کرښې پاکستاني لوري ته، پاړه چینار سیمې ته نږدې د جازو میدان په نوم سیمې کې د امریکایانو اډې جوړې شوي دي.

د نوموړي په وینا، سیمې ته له نږدې خلکو یې اورېدلي چې دغه اډې څخه امریکایان ګټه اخلي او هره ورځ دغه هوایي ډګر ته پوځي الوتکې تګ راتګ کوي.



بهرنيو ځواکونو تر اوسه د دې بېز د جوړېدو په اړه څه ندي ويلي، خو د امريکا دفاع وزارت یا پنټاګون چارواکو ويلي چې امريکايي ځواکونو په افغانستان کې خپلې پنځه پوځي اډې پرېښي او هغه يې افغان ځواکونو ته سپارلي دي.

له افغانستانه تر وتلو وروسته امريکا غواړي خپل پوځيان د سيمې په نورو هيوادونو کې ځای پرځای کړي.

د امريکا متحده ايالاتو د پوځي قومندې سينتکوم مشر جنرال کينت مک کینزي ويلي و، چې د بريدونو بالقوه پلانونه به را برسېره او له منځه يوړل شي.

هغه دا هم ويلي و چې  د ترهګرۍ ضد جګړه به له دې کبله ناشوني نه چې ورسره به سخته شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام