غني: د بهرنیانو له وتلو وروسته د طالبانو د تاوتریخوالي پر وړاندې درېدو ته اماده یو

افغان ولسمشر محمداشرف غني وایي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو د تاوتریخوالي پر وړاندې هر راز مقابلې ته چمتو دی. ولسمشرغني دغه څرګندونې د امریکا له پي بي اس ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې کړي دي.

له نړیوالې محکمې د سیدالشهدا ښوونځي او لوګر د بریدونو د څېړلو غوښتنه

د بهرنیو چارو وزیر محمد‌حنیف اتمر نن یوې خبرې ناستې ته وویل چې هالند هېواد ته د سفر په ترڅ کې یې د جرمونو له نړیوالې محکمې وغوښتل څو د کابل د ۱۳امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي او د لوګر بریدونه وڅېړي.

په هېواد کې ۲۸زره قابلې له روغتیا پرته نورو ادارو کې کار کوي

د عامې روغتیا وزارت نن «د استنادو پر بنسټ پر قابلو پانګونه وګړئ» تر شعار لاندې د قابلې له نړیوالې ورځې څخه لمانځنه وکړه. د قابلو ټولنې مشره زهرا  میرزایي د قابلو له نړیوالې ورځې څخه د نمانځ غونډې مراسمو ته وایي، د دغې ټولنې د شمېرو پر اساس ۲۰۲۰ کال کې هېواد کې د ۳۴ زره قابلو له ډلې ۲۸ زره یې بې‌کارې او یا هم له روغتیایي برخو پرته په نورو برخو کې دنده ترسره کوي.

بهرني ځواکونه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته پوځي اډه جوړوي

د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالي مسوولان وایي، بهرنیو ځواکونو د ډېورنډ کرښې هغې غاړې پاکستاني لورې ته د يو لوی پوځي بېز په جوړولو بوخت دي او غواړي چې هلته دېره شي.
د اریوب ځاځیو ولسوال کفتان اخلاص سلام‌وطندار ته وایي، د ډېورنډ فرضي کرښې هغې لوري شيلوزان ترې منګل سیمه کې، بهرني ځواکونه په اکمالاتو او پوځي بېز جوړولو لګیا دي.

په یوه شپه او ورځ کې د کورونا له امله ۱۱کسان مړه شوي دي

د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ویرووس د شکمنو کسانو ۱زرو او ۸۰۹ پېښې یې کتلي دي چې ۳۰۳ هغه یې مثبتې ختلي او په موده کې بیا له دې ناروغۍ څخه ۱۱ کسان مړه شوي دي.
 پر کورونا ویرووس د اخته کسانو تازه شمېرې په ۲۲ ولایتونو کې ثبت شوي چې ورسره په یوه شپه او ورځ کې له دې وبا څخه ۱۰۸ناروغان بېرته رغېدلي دي.