د عامې روغتیا وزارت نن «د استنادو پر بنسټ پر قابلو پانګونه وګړئ» تر شعار لاندې د قابلې له نړیوالې ورځې څخه نمانځنه وکړه. د قابلو ټولنې مشره زهرا  میرزایي د قابلو له نړیوالې ورځې څخه د نمانځ غونډې په مراسمو  کې وایي، د دغې ټولنې د شمېرو پر اساس ۲۰۲۰ کال کې هېواد کې د ۳۴ زره قابلو له ډلې ۲۸ زره یې بې‌کارې او یا هم له روغتیایي برخو پرته په نورو برخو کې دنده ترسره کوي.

د هغې په وینا، اوس د افغانستان د عامې روغتیا سیستم کې شاوخوا ۶زره قابلې خلکو ته صحي خدمات وړاندې کوي چې له ډلې یې څه باندې ۲۸زره قابلې یا خو وزګارې دي او یا هم نورو برخو کې یې ځان بوخت ساتلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بلخوا یو‌شمېر قابلې په ولایتونو او ځینو لرې پرتو سیمو کې د کافي امکاناتو نه‌شتون څخه اندېښنه ښيي او وايي، د دغه وضعیت د ښه‌والي لپاره د پام وړ کارونه نه دي شوي.

په دایکندي ولایت کې قابله ربابه امیري وايي، نه سم معاش لري او نه هم د ځاني خونديتوب، خو بیا هم زیار باسي او په ټولنه کې له شته ستونزو سربېره کار کولو ته یې زړه ښه کړی دی. نوموړې وایي له بده مرغه چې د روغتیا سیستم خراب شوی او د خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ د قابلو د ظرفیت لوړولو ته هم پام نه کېږي.



د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح په دې برخه کې ستونزې مني او وايي، د قابلو د ظرفیت لوړولو او هغوی ته د امکاناتو برابرولو ته ژمن دي. هغه د قابلو له شوراګانو، نرسانو او د عامې روغتیا وزارت له اړوند ادارو غوښتنه وکړه چې د یوې میاشتې په ترڅ کې یې د قابلو د ظرفیت د لوړولو لپاره خپل وړاندیزونه له دوی سره شریک کړي، څو له ډونر څخه د دستګاه د ورکړې او د ډاکټرانو د مرستې د غوښتولو اړتیا پیدا نشي.

د قابلو له نړیوالې ورځې په داسې حال کې نمانځنه کېږي چې قابلې او روغتیایي کارکوونکي له ګڼو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په دې وروستیو میاشتو کې یې ځینې له ترهګریزو بریدونو سره هم مخ شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام