Asset 1SWN

نورستان کې روغتیاپالان: که معاشونه مو را نه‌کړي، کاربنديز کوو

93821868_2599893473587836_6084633756826599424_n

د نورستان ولايت روغتیاپالان وايي، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې اهیډ موسسې معاشونه نه دي ورکړي او نه هم یادې موسسې دوی سره کړې ژمنې عملي کړې دي.

دوی وايي، نورستان کې روغتیايي برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي؛ خو دلته همکاره موسسه «اهېډ» له دوی او خلکو سره یوازې ژمنې کوي؛ خو د عملي کولو کوم څرک یې نه لګېږي.

روغتیاپالانو د یوه لاریون پر مهال ګواښ وکړ چې که معاشونه يې ور نه‌کړل شي، نو د روغتیايي مرکزونو دروازې به وتړي.

ډاکټر نورالحق بهرام‌زی او ډاکټر سیف الرحمان وايي، د دې تر څنګ چې د څو میاشتو معاشونه یې نه دي اخيستي، له تېرو دوو کالونو راهیسې يې هغه شل سلنه امتیازات هم نه دي ورکړل شوي چې اهېډ موسسې ورسره ژمنه کړې وه.

دوی د درملو له نشته هم شکایت کوي.

نورستان له هغو ولایتونو دی چې روغتیايي اسانتیاوو ته یې د خلکو لاسرسی ډېر کم او ان ځینو سیمو کې خو په نشت حساب دی.

د دې ولایت اوسېدونکي هم پر اهېډ موسسې له دې کبله نیوکه کوي چې د دې ولایت له خلکو سره یې ژمنې ډېرې؛ خو پاملرنه کمه ده.

د نورستان د ولایتي شورا رييس سعدالله پاینده‌زوی هم نورستان کې د اهېډ موسسې له کارونو نا خوښي ښيي او وايي، یادې موسسې نورستان کې هېڅ د پام وړ کار نه دی کړی.

هاخوا د نورستان چارواکيو له روغتیاپالانو غوښتي چې تر یوې اوونۍ دې د روغتیايي مرکزونو له تړلو او خدمتونو درولو ډډه وکړي او دوی به یې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د نورستان والي عبدالغفور ملکزی وايي، د دې ولایت د روغتیا پالانو ستونزه پلازمېنې کابل سره شریکوي.

د اهېډ موسسې له مسوولانو سره مو د خبرې کولو هڅه وکړه؛ خو اړيکې ځوابولو ته مو څوک حاضر نه شول.

اوسمهال نورستان کې ۴۲روغتیايي مرکزونه فعال دي چې د ۳۷ هغو مالي لګښت یې د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د اهېډ په نوم موسسه ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام