تخار کې له ۱۳ کلنې نجلۍ ناوړه جنسي ګټه اخيستنه؛ تورن کسان نيول شوي

په تخار ولایت کې یوه معتبره امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، د دې ولایت په مرکز تالقانو ښار کې د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې مديريت کارکوونکيو ۳کسان له یوې دیارلس کلنې نجلۍ د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې په تور نیولي دي.

کابل کې د طالبانو د ترور ۱۵ کسيزه شبکه ونيول شوه

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د ياد رياست ځانګړو ځواکونو په کابل کې د طالبانو هغه ۱۵ کسیزه ډله نيولې چې کابل کې يې خلک ترور کول. له دغه ریاسته نن سې شنبه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې شبکې غړيو د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ځینو مهمو سیاسي اشخاصو د ترور دنده درلوده.

نورستان کې روغتیاپالان: که معاشونه مو را نه‌کړي، کاربنديز کوو

 د نورستان ولايت روغتیاپالان وايي، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې اهیډ موسسې معاشونه نه دي ورکړي او نه هم یادې موسسې دوی سره کړې ژمنې عملي کړې دي. دوی وايي، نورستان کې روغتیايي برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي؛ خو دلته همکاره موسسه «اهېډ» له دوی او خلکو سره یوازې ژمنې کوي؛ خو د عملي کولو کوم څرک یې نه لګېږي.