Asset 1SWN

کابل کې د طالبانو د ترور ۱۵ کسيزه شبکه ونيول شوه

NDS-1-1200x500-2-owiji9t8fejbqkvs6skolrxm5zz2jtnbyz31jiero4

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د ياد رياست ځانګړو ځواکونو په کابل کې د طالبانو هغه ۱۵ کسیزه ډله نيولې چې کابل کې يې خلک ترور کول.

له دغه ریاسته نن سې شنبه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې شبکې غړيو د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ځینو مهمو سیاسي اشخاصو د ترور دنده درلوده.

اعلامیه وايي، دغه کسان په څلور کسیزه او پنځه کسیزه ډلو وېشل کېدل او بیا یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړيو یا هم سیاسي څېرو د استوګنې او تګ راتګ لارې تثبیتولې چې تر اقدام مخکې ونیول شول.

له دې سره په ننګرهار کې هم د داعش ډلې د هغه کس په ګډون چې د چاودېدونکيو توکيو د لېږد مسووليت يې درلود،  د دې ډلې ۳ غړي نيول شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام