Asset 1SWN

سلام وطندار

کورنیو چارو وزارت: طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې ۲۱۰ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

81d7a8be-051b-4dd8-9881-bf6840200239_16x9_1200x676-owddhr48z9i8s9y85opmf4ajuc9jw3xiaa4sztemc4

د کورنیو چارو وزارت وايي، په وروستیو دوو اوونیو کې د طالبانو په ۶۵۰ یرغلیزو بریدونو کې ۲۱۰ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي، طالبانو په یاده موده کې ۸۹ کړۍ ماینونه ايښي او چاودنه یې ورکړې ده.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، امنیتي ځواکونو د طالب وسله‌والو د بریدونو په ځواب کې یادې ډلې ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

طالب ډلې تل د کورنیو چارو وزارت اوونیز راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو یرغلیز بریدونه او د ملکیانو مرګ‌ژوبله داسې مهال ډېره شوې چې د دولت او طالب ډلې مرکچیان له تېرو شل ورځو راهیسې په دوحه کې د سولې پر خبرو بوخت دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام