ولسمشر غني د قطر په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ليدلي دي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ليدنه د تلې مياشتې په ۱۴مه نېټه د دوشنبې په شپه شوې ده.
د ارګ د معلوماتو له مخې په دې ليدنه کې په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د امريکا د امنيت شورا او د ملي دفاع وزارت استازيو هم حضور درلود.
خبرپاڼه زياتوي چې دواړو لوريو پر اوربند د ټينګار ترڅنګ د جينوا ناستې په اړه هم بحث کړی چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې جوړه شي.
اعلاميه کې همداراز راغلي چې خلیلزاد ويلي، له ولسمشر غني یې غوښتنه کړې چې د سولې منځته راغلی فرصت له لاسه ورنه کړي.
خليلزاد د تاوتريخوالي له دېروالي اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې امريکا له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېد او هلته یې د قطر لومړي وزیر او له افغان مرکچي پلاوي سره هم ولیدل.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر د قطر له لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه سره کتلي او دغه کتنه کې د قطر لومړي وزیر ویلي چې له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او هڅه کوي ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي.