Asset 1SWN

 د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب تره‌کی ومړ

120742801_10157632376567555_3562377840662211462_n

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب تره‌کی چې د تېرې جمعې په ورځ جلال اباد ښار کې په يوه ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی و، ومړ.

نوموړی د تېرې جمعې ورځې راهيسې په کوما کې و چې نن سهار وختي يې د ننګرهار په یو روغتون کې ساه ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د دې ادارې مشرتابه او ټول کارکوونکي د نجيب تره‌کي مړينه يوه ستره او نه‌جبرانېدونکې ضايعه بولي.

نجيب تره‌کی ۱۹۹۱ ميلادي کال کې زېږېدلی و چې نن د ۲۹ کلونو په عمر ومړ چې د افغانستان په کرکټ لوبډله کې يې د پيل توپوهنه کوله.

د نوموړي د جنازې لمونځ د ننګرهار د والي ضیاالحق امرخېل په امامتي په شېرزي لوبغالي کې ادا شو.

د نجيب تره‌کي پر مړينه ولسمشر غني او هېواد کې دننه او بهرنيانو خفګان ښودلی. ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، نجیب الله تره‌کي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله کې د افغانستان لپاره ډېر ویاړونه راوړل او په نړیوالو ډګرونو کې یې ملي بیرغ ورپاوه.

ولسمشر زیاته کړې چې د تره‌کي مړینه د افغانستان او کرکټ لپاره یوه لویه ضایعه ده.

د يادولو ده چې نجيب تره‌کي افغانستان لپاره يوه شل اوریزه او ۱۲ يوه ورځنيو سیاليو کې برخه اخیستې وه.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام