د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله نن «سې شنبه» د هندي چارواکيو په رسمي بلنه هند ته روان شو.
له يادې شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله به په دغه سفر کې د هند له لوړ پوړيو چارواکيو سره وګوري او د افغان سولې په تړاو به د هند د رول او مرستو په اړه خبرې وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې عبدالله عبدالله د هند له لومړي وزير، د بهرنيو چارو له وزير، د ملي امنيت سلاکار او همداراز يو شمېر نورو لوړ پوړيو چارواکيو سره لیده کاته وکړي.
د خبرپاڼې له مخې عبدالله به يوه څېړنيز مرکز کې وينا وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله تېره اوونۍ پاکستان ته سفر درلود او هلته یې د هغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان، ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او دغه راز یو شمېر نورو چارواکيو سره لیدنې وکړې.