Asset 1SWN

د سیمه‌ییزې اجماع پياوړي کولو لپاره هند ته د عبدالله عبدالله سفر

EjLvcyHXYAU6bSV

ټاکل شوې د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله د روانې میلادي میاشتې په ۶مه نېټه «د سې شنبې په ورځ» د هندي چارواکيو په رسمي بلنه هند ته لاړ شي. د دغې شورا ویاند فریدون خوځون وايي، عبدالله به په دغه سفر کې د هند له لوړ پوړيو چارواکيو سره وګوري او د افغان سولې په تړاو به د هند د رول او مرستو په اړه خبرې وکړي.

خوځون زیاتوي، عبدالله ځکه هند ته روان دی چې د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې اجماع لپاره د هندوستان ملاتړ ترلاسه کړي.

دا په داسې  حال کې ده چې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تېره اوونۍ پاکستان ته سفر درلود او هلته یې د هغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان، ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او دغه راز یو شمېر نورو چارواکيو سره لیدنې وکړې.

کارپوهان وايي، دغه سفر وروسته له هغه کېږي چې هندي رسنیو وویل، هندوستان له طالبانو سره د سولې او د افغانستان په ټیکاو کې د پاکستان د رول په اړه اندېښنه لري.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام