Asset 1SWN

عامې روغتيا وزارت کې څلور کسان د بډو غوښتو په تور نيول شوي

486F9C6E-EC79-4098-B9E2-51BC046F0E84_cx31_cy6_cw28_w1200_r1

لويه څارنوالي تاييدوي چې عامې روغتيا وزارت کې څلور کارکوونکي د دغه وزارت له نور کارکوونکيو د بډو غوښتو په تور نيول شوي دي او اوس مهال په توقیف کې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي رسنيو ته په لېږل شوي یوه ويډیويي پيغام کې  د يادو کسانو په اړه جزيات نه دي ورکړي؛ خو وايي، د دغو کسانو دوسيه تر څېړنې لاندې ده.

جمشېد رسولي ډاډ ورکوي چې دا قضیه به هم د نورو ورته قضیو په څېر د قانون په رڼا کې وڅېړل شي او پایلې به یې له خلکو سره شریکې شي.

يو شمېر خبري سرچينو خبر ورکړی چې له نيول شويو کسانو يو يې د عامې روغتيا د وزير احمدجواد عثماني ورور دی. راپورونو کې د نيول شويو کسانو نومونه احمدشکران عثماني د عامې روغتيا د وزير ورور، کاوه سرمست‌زاده د وزير د کاکا زوی، حامد حمیدي د وزير د خاله زوی او  د ياد وزارت ستر سلاکار فریدون سلطاني ياد شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت تر اوسه پورې په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام