د پکتيا مرکز ګردېز کې يوه کورنۍ وايي، شپږ مياشتې وړاندې يې يو زوی او څلور ورځې وړاندې يې بل زوی د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ووژل شول. دغه وژل شوي سرتېري باسط او عبدالمالک نومېدل.

د وژل شويو سرتېرو ماشومان ژاړي، له خپل نیکه چاپېر دي، څیرې جامې یې پر تن دي او د خپلو وژل شويو پلرونو راتګ ته شېبې شماري.

د ياد وژل شويو سرتېرو د عمر خوړلي پلار عبدالکريم په څېره کې د غم او درد نښې له ورايه ښکاري او د خپلې کورنۍ د بې‌وسۍ کيسه کوي.

۷۰ کلن عبدالکريم چې په پښو رنځور دی، په غريبانه ړنګ او خټين کور کې له خپلو ماشومانو او يتيمو لمسيانو سره ژوند کوي.

نوموړی وايي، د قاري باسط په نوم زوی یې شپږ میاشتې وړاندې د ملي اردو او د عبدالمالک په نوم زوی یې څلور ورځې وړاندې د پولیسو لیکو کې ووژل شو چې ورسره یې ۱۳ کسیزه کورنۍ بې‌سرپرسته شوه.

عبدالکریم وویل، په خپله يې له توانه هېڅ نه کېږي او ټولې هيلې يې يوازې په الله «ج» او په حکومت پورې تړلې دي.

د وژل شويو سرتېرو مور د خپلو زلميو زامنو نشت د غم په ټغر کېنولې او په ژړغوني او ويرجن غږ يې خپل پيغام شريک کړ.

روانو جګړو د دغې کورنۍ په څېر زرګونو نورو څخه هم قرباني اخیستې؛ خو بیا هم د سولې راتلو ته هیله‌ ښيي.

به ورته وخت کې د پکتيا امنيتي مسوولان وايي، ټولو هغو کورنيو سره چې په امنيتي ليکو کې یې قرباني ورکړې، رسيدګي کېږي.

د پکتيا د امنيې قومندانۍ سرپرست سمنوال لطف الله کامران وايي، د کورنيو چارو وزارت او دوی کلک هوډ لري چې پوليسو کې د وژل شويو کورنيو مالي او معنوي ملاتړ وکړي.

د معلوماتو له مخې، تېرو اتلسو کلنو کې لسګونه زره امنيتي سرتېري په هېواد کې د جګړو له کبله قرباني شوي چې له همدې ډلې يو شمېر کورنۍ بې‌‌سرپرسته پاتې شوي او د نورو په هيله ژوند کوي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام