Asset 1SWN

پکتیا کې ۱۲۸کسانو ته د حرفوي زده‌کړو شپږمیاشتنی پروګرام پیل شو

حرفوي زده‌کړې

د پکتیا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسولان وايي چې په دغه ولایت کې د یونېسف په مالي لګښت ۱۲۸ کسانو ته د حرفوي زده‌کړو په موخه شپږ میاشتنی پروګرام پیل شوی دی.

دې پروګرام کې ګڼ‌شمېر هغه کسان چې وزګاره وو او له اقتصادي ستونزو کړېدل، دې پروګرام کې شامل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس محمدرحیم نصرت سلام‌وطندار ته وايي چې د حرفوي زده‌کړو ياد پرګرام کې د موبايل جوړونې او برښنا برخو کې زده‌کړې ورکول کېږي چې مالي لګښت یې یونېسف ورکوي.

نوموړي وويل چې په راتلونکې کې به یو‌شمېر نورو ځوانانو ته هم د کار او ټولنيزو چارو رياست په بوديجه د حرفوي زده‌کړو زمينه برابره کړي.

هغه زیاته کړه: «نن چې دا پروګرام پيل شو ۱۲۸ځوانانو ته شپږ مياشتنۍ زده‌کړې په‌کې ورکول کېږي، په دوه برخو کې چې يوه د برښنا او بله هم د موبايل جوړونې ده. د پروژې مالي تمويل چې څلور ميليونه افغانی کېږي، يونېسف اداره يې ورکوي.»

هغه ځوانان چې د حرفوي زده‌کړو  په ياد پرګرام کې شامل شوي، خوښ دي او د موسسو له مسوولانو د دا ډول پروګرامونو د لازياتېدو غوښتنه کوي.

د حرفوي زده‌کړو د ياد پرګرام يوه زده‌کوونکي محمديونس سلام‌وطندار ته وويل چې له کسب پرته ورته د کار پیدا کول ستونزمن و او په وینا یې، له یادو حرفوي زده‌کړو څخه تر فراغت وروسته به ورته د کار زمینه هم برابره شي.

هغه وویل: «زه په دې کار ډېر خوښ يم ځکه بې‌روزګاره وم نور هم ډېر ځوانان شته چې روزګار نه‌لري. نو اوس چې دلته د برښنا کسب زده‌کړم، نو بيا خو کسب‌ګرو خلکو ته زموږ په ټولنه کې زياته اړتيا شته. حتمن به يو کار راته پيدا کېږي.»

سلام‌‌وطندار پر  اېکس هم وڅارئ

د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست له‌خوا څو ورځې وړاندې هم د يوې موسسې په همکاري ۳۶۰ هغو کسانو او د هغوی د کورنيو غړو ته د حرفوي زده‌کړو پرګرام پيل کړی و چې تازه له نشه يي توکو رغېدلي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام