پنځو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د وچکالۍ د دوام خبرداری ورکړ

پروان کې یو کروندګر قدیر وايي، په دغه ولایت کې کرنه او باغداري د وچکالۍ له کبله ډېره زیانمنه شوې ده. د هغه په وینا: «که وچکالي دوام ومومي، خلک له لوږې سره مخامخ کېږي او د کروندو له لارې ښه عاید نه‌شي ترلاسه کولای.» د کابل اوسېدونکی راشد هم وايي چې ځمکه یې د دوامدارې وچکالۍ له امله یو ځل هم حاصل نه ورکوي.

پاکستان کې افغان خبریالان د خپلو کېسونو له ورو بهیر شکایت کوي

یو‌شمېر هغه خبریالان چې افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته پاکستان ته تللي، دغه هېواد کې د هېوادونو له لوري د دوی د کېسونو د تت بهیر له مخته وړو شکایت کوي.  هغه وویل: «د پناه غوښتنې څخه مې اوږده موده کېږي او له بده‌مرغه چې رسېدن ورته نه‌ده شوې. ما دې موده کې د خبریالانو له هېڅ بنسټ مرسته او نه‌دی ترلاسه کړی.»

د احصایې اداره: یوه اوونۍ کې مو ۱۰۲ د مړینې او ۴۰۷۷ د زېږون کارټونه وېشلي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تېرې یوې اوونۍ پر مهال یې پلازمېنه کابل ښار کې ۱۰۲ د مړینې او  ۴۰۷۷ د زېږون کارټونه وېشلې دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن سه‌‌شنبه د سلواغې ۱۷مه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې دغه کارټونه یې د یوې اوونۍ په اوږدو کې نویو زېږېدو ماشومانو ته ورکړې دي.

مک‌ډونالډز: اسلامي هېوادونو کې مو د پلور کچه له لاسه ورکړې

مک‌ډونالډز وايي چې غزه کې د اسراییلو د جګړې راهیسې د تېرو څلور کلونو پر مهال په لومړي ځل یې خپل عواید له لاسه ورکړي دي.

مک‌ډونالډ نړۍ کې د ځانګړو خوړو ځنځیروي رسټورانټونه لري چې د خپلو ځانګړو خوړو له امله خورا مشهور دی او په یوه برنډ بدل شوی دی. د مک‌ډونالډز د یوې څانګې مالک اسراییلی دی.

سړې هوا د چینایانو د نوي کال نمانځل ستونزمن کړي

د چین په مرکزي او ختیځو سیمو کې د روان ژمي سړو څپو ټرافیکي سېسټم له خنډ سره مخ کړی او په سلګونه اورګاډي درول شوې دي.

چینایان چې تازه د نوي کال لپاره چمتووالی نیسي، د سړې هوا له امله سړکونه او د اوسپنې پټلۍ کنګل شوي دي.

کندوز کې په پنځه میلیونه افغانیو یو «پُل» بیاورغول شو

د کندوز د ټولګټو ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په «قلعه‌ذال» ولسوالي کې په پنځه میلیونه افغانیو یو ویجاړ شوی پُل بېرته ورغاوه.

دغه پُل چې د یادې ولسوالي دوه پراخې سیمې «د ولسوالي مرکز او اق‌تپه» سره نښلوي، د یاد ریاست په بودیجې بیارغول شوی دی.

پکتیا کې ۱۲۸کسانو ته د حرفوي زده‌کړو شپږمیاشتنی پروګرام پیل شو

د پکتیا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسولان وايي چې په دغه ولایت کې د یونېسف په مالي لګښت ۱۲۸ کسانو ته د حرفوي زده‌کړو په موخه شپږ میاشتنی پروګرام پیل شوی دی.

دې پروګرام کې ګڼ‌شمېر هغه کسان چې وزګاره وو او له اقتصادي ستونزو کړېدل، دې پروګرام کې شامل شوې دي.