Asset 1SWN

سړې هوا د چینایانو د نوي کال نمانځل ستونزمن کړي

۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵۵

د چین په مرکزي او ختیځو سیمو کې د روان ژمي سړو څپو ټرافیکي سېسټم له خنډ سره مخ کړی او په سلګونه اورګاډي درول شوې دي.

چینایان چې تازه د نوي کال لپاره چمتووالی نیسي، د دغه هېواد ځینو برخو کې د سړې هوا له امله سړکونه او د اوسپنې پټلۍ کنګل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چین کې ګڼ‌شمېر کسان د پسرلنیو رخصتو پر مهال خپلو کورونو ته سفر کوي چې د دغه هېواد ځینو سیمو کې سړو څپو د یادو کسانو سفر له ستونزو سره مخ کړی دی.

د دغه هېواد هونان او هوبي هغه ولایتونه دي چې د ژمي د تر ټولو سړه څپه ترې تېرېږي او له امله یې پر لویو لارو ټرافیک کم شوی او د سلګونه اورګاډو د درېدو لامل شوې ده.

په ورته مهال دې سړې څپې د میلیونونو هغو کسانو راتګ هم ننګولی چې د چین د نوي کال نمانځنې لپاره له بهر څخه دغه ته راځي.

چین کې رسنیو خبر ورکړی چې د ګڼ‌شمېر اورګاډو تګ ځنډول شوی او یا هم تړل شوي چې له کبله یې د اورګاډو تم‌ځایونو کې د مسافرو ګڼه‌ګوڼه ډېره او سرخوږی ورته جوړ شوی.

د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په لسو ولایتونو کې شاوخوا ۱۲۹ لویې لارې د سړې هوا او کنګل له امله تړل شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر  اېکس هم وڅارئ

د چین بېړني ملي اژنس په دغه هېواد کې د راتلونکو ورځو پر مهال د هوا د سړښت خبر هم ورکړی چې او څو ښارونو ته یې سپارښتنه کړې چې خپل چمتووالی ونیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام