Asset 1SWN

سلام وطندار

ټسلا چین کې پلورل شوي ۱.۶ میلیونه برښنايي موټر بېرته ورغوښتي

tesla-model-3

چین کې د ټسلا موټر جوړولو کمپنۍ څانګې دغه هېواد کې خپل پلورل شوي ۱.۶ میلیونه برښنايي موټر د ځینو ستونزو له کبله بېرته دې کمپنۍ ته ورغوښتي دي.

د موټر جوړونې دې کمپنۍ خپل پلورل شوي «اېس، وای، درې او اېکس ماډل» موټر له دې کبله ورغوښتي چې د یادو موټرو اتومات سېسټم او د دروازو بندېدو کنټرول برخه کې ستونزې پیدا شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د چین بازار د کنټرول دولتي ادارې «SAMR» جمعه جنورۍ پنځمه دغه اعلان کړی او ویلي یې دي چې پکېنګ او شانګهای کې به ټسلا شرکت د دې ستونزې هواري لپاره له لرې لارې د کنټرول سېسټم نوی کړي.

همداراز د پلورل شویو موټرو د بېرته ورغوښتلو په بهیر کې زرګونه هغه موټر هم شامل دي چې د ټسلا له نورو څانګو چین ته وړل شوې دي.

د چین بازار د ټسلا موټر جوړولو شرکت لپاره تر ټولو ګټور او د پام وړ بازار شمېرل کېږي چې د یاد شرکت مالک د امریکا او چین ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا سره-سره د یاد هېواد له چارواکو سره نږدې اړیکې ساتلې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د چین دولتي خبري اژانس شېنوها د روانې اوونۍ په پیل کې راپور ورکړی چې د ټسلا شانګهای څانګې ۲۰۲۳ کال کې ۹۴۷۰۰۰ موټر تولید کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام