Asset 1SWN

سلام وطندار

ټسلا خپل نوي «سایبرټرک» موټر ته ۶۰۹۹۰ ډالر بیه وټاکله

unnamed

د ټسلا موټر جوړونې کمپنۍ د «سایبر ټرک» په نوم د خپل نوي جوړ کړي موټر د پلور بیه اعلان کړه چې د مخکې اعلان شوي قیمت په پرتله ۵۰سلنه لوړوالی ښيي.

رویټرز خبري اژانس نن «جمعه، ډسمبر لومړۍ نېټه» راپور ورکړی چې د یاد موټر بیه له «۶۰۹۹۰» ډالرو پیلېږي چې په ۲۰۱۹ کال کې د اعلان شوې بیې ته په کتو ۵۰سلنه لوړه ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ټسلا موټرجوړونې کمپنۍ څښتن اېلن ماسک ویلي، دغه نوی موټر یې د زنګ ضد فولادو څخه جوړ شوی او د الوتنې بڼه لري چې په ۱۹۷۷ کال کې د جېمز بانډ «هغه جاسوس چې زه یې خوښه وم» فلم کې د اوبتل څخه الهام اخیستل شوی دی.

په ورته مهال کارپوهان وايي، د ټسلا موټر ظاهري بڼه، کارول شوي توکي او غیردودیز راتلونکی سټایل په تولید کې پېچلتیا او لګښتونه به اضافه کړي او د دودیز پک‌اپ موټر پېرودونکي چې پر کارونې تمرکز لري، له‌منځه یوسي.

ماسک چې تراوسه د یاد موټر درې بېلابېلو ډولونو ته له ۶۰۹۹۰ تر ۹۹۹۹۰ ډالرو بیه ټاکلې، همداراز ویلي: «سایبر ټرګ له یوې لارۍ یا ټرک هم ډېره کارونه لري او له یوه سپورټي موټر ګړندی تک کولای شي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ټسلا موټر جوړونې کمپنۍ څښتن اېلن په وینا، دغه کمپنۍ به ۲۰۲۵ کال کې د سایبر ټرک موټرو د تولید شمېر ۲۵۰۰۰۰ موټرو ته ورسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام