Asset 1SWN

رېوین کمپنۍ د «R1T» په نوم خپل نوی برښنايي موټر بازار ته وړاندې کړ

2022-Rivian-R1T-exterior-1

رېفېن اټوموټېف کمپنۍ وايي چې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې یې خپلو پېردونکو ته د «R1T» په نوم نوې «پیک‌اپ» برښنايي موټر بازار ته وړاندې کړې دي.

دغه موټر یوازې په کالېفورنیا، نیویارک، فلورېډا او تګزاس ایالتونو کې د لاسرسي  وړ دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

رېفېن اټوموټېف کمپنۍ دغه نوي برښنايي موټر داسې مهال بازار ته وړاندې کوي چې څو ورځې مخکې ټسلا «د سایبر ټرک» په نوم خپل نوی برښنايي موټر بازار ته وړاندې کړی.

ټسلا د موټر جوړولو کمپنۍ د اېلن ماسک ملکیت دی چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د موټر جوړولو په برخه کې فعالیت کوي.

رېفېن اټوموټېف کمپنۍ د دوامداره غوښتنو په لړ کې د روان کال تر پایه د جوړېدونکو موټرو شمېر له ۲۰۰۰ څخه ۵۴۰۰۰ ته لوړ کړی دی.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د برښنايي موټرو غوښتنې ته په پام د موټر جوړونې سترو کمپنیو خپل ټول پام د یادو موټرو پر تولید ورټول کړی او د یادو کمپنیو ترمنځ د بازار جلب لپاره سالي هم روانه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام