د کوکنارو پر کرلو بندیز؛ د کندهار کروندګر: د بدیل کښت په برخه کې راسره مرسته نه‌ده شوې

د سوېلي ولایتونو یوشمېر کروندګر وايي، له هغه وروسته یې چې د کوکنارو پر کرلو بندیز لګېدلی، نه‌دي توانېدلي چې له خپلو کښتونو عاید ترلاسه او خپل روزګار پرې وچلوي. دوی وايي، د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې هم ورسره مرسته نه‌ده شوې. کندهار کې یو کروندګر سیداحمد وايي، د کوکنارو کښت یې پرې بند کړی او دوی یې بدیل هم نه لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د واخان کورېډور دې پرانېستل شي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د واخان دهلېز له لارې له چین سره د مخامخ سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د دغه دهلېز له لارې د اروپا بازارونو ته د افغاني توکو د رسېدو غوښتنه وکړه.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال یونس مومند وايي، د واخان لارې پرانېستل به د هېواد د اقتصاد د ودې لامل شي.

پوهنې وزارت د شهادتنامو وېش بهیر برښنايي کړ

د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې د روڼتیا او اسانتیاوو رامنځته کېدو په پار به یې د «شهادتنامو» وېش بهیر برښنايي کړی دی.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن «سه‌شنبه، لیندۍ اوومه» د یاد وزارت اړوند د برښنايي شهادتنامو د سېسټم پرانېست‌غونډه کې کړې دي.

رېوین کمپنۍ د «R1T» په نوم خپل نوی برښنايي موټر بازار ته وړاندې کړ

رېفېن اټوموټېف کمپنۍ وايي چې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې یې خپلو پېردونکو ته د «R1T» په نوم نوې «پیک‌اپ» برښنايي موټر بازار ته وړاندې کړې دي.

دغه موټر یوازې په کالېفورنیا، نیویارک، فلورېډا او تګزاس ایالتونو کې د لاسرسي  وړ دي. رېفېن اټوموټېف کمپنۍ دغه نوي برښنايي موټر داسې مهال بازار ته وړاندې کوي چې څو ورځې مخکې ټسلا «د سایبر ټرک» په نوم خپل نوی برښنايي موټر بازار ته وړاندې کړی.

د سرې میاشتې ټولنې روغتیايي مرکزونو کې ۱۶۴۸ ناروغانې تر درملنې لاندې دي

سلام‌وطندار یو‌شمېر نجونو او مېرمنو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې د ژوند بېلابېلو پړاونو کې د شته ننګونو او ستونزو له امله دغه نجونې او مېرمنې پر رواني اختلالاتو اخته کړې دي.

په دې راپور کې له ۱۶ هغو مېرمنو او نجونو سره مرکې شوي چې پر بېلابېلو رواني اختلالاتو اخته شوي او د ځان د درملنې کوښښ کوي.

د پاکستان خبرداری؛ د دغه هېواد ټاکنو کې ښکېل افغان کډوال به شړل کېږي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مېشت افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد په ټاکنیزو منډو ترړلو کې له ښکېلتیا ډډه وکړي.

یاد وزارت «دوشنبه، نومبر ۲۷مه» په یوې خبرپاڼه کې ویلي، که افغان کډوال د دغه هېواد ټاکنیزو فعالیتونو کې د کوم نوماند او ګوند مرسته وکړي، له هېواده به وشړل شي.

غزني کې پر بې‌وزله مېرمنو د خیاطي ماشینونه وېشل شوي

د غزني د شهیدانو او معلولانو ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له‌خوا پر بې‌وزله مېرمنو او معلولانو باندې د خیاطي ماشینونه او د زرنج موټرسایکلونه وېشل شوې دي.

یاد بنسټ شاوخوا ۲۰۰ مېرمنو او ۲۰ معلولانو ته د خیاطي ماشینونه او د زرنج موټرسایکلونه ورکړې دي.