Asset 1SWN

غزني کې پر بې‌وزله مېرمنو د خیاطي ماشینونه وېشل شوي

c7563a06-6c29-4f23-b243-421641555568

د غزني د شهیدانو او معلولانو ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له‌خوا پر بې‌وزله مېرمنو او معلولانو باندې د خیاطي ماشینونه او د زرنج موټرسایکلونه وېشل شوې دي.

یاد بنسټ د دغه ولایت شاوخوا ۲۰۰ بې‌وزله مېرمنو او ۲۰ معلولانو ته د خیاطي ماشینونه او زرنج موټرسایکلونه ورکړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د غزني د شهیدانو او معلولانو رییس محمدحنیف سیف‌الخالد وايي چې دغه مرسته معلولانو او بې‌وزله مېرمنو ته د کاري زمینې برابرولو او د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ په موخه وېشل شوې دي.

په ورته مهال یو‌شمېر مېرمنې او هغه معلولان چې دغه مرستې یې ترلاسه کړي، خوښي ښيي او له اړوند مسوولانو او خیریه بنسټونو غواړي چې دغه ولایت کې له نورو بې‌وزله سره هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د مسوولانو او خیریه بنسټونو له‌خوا بې‌وزلو سره مرسته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام