Asset 1SWN

غزني کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د ۵۷ پروژو چارې پیل شوې

6c940847-54b6-4ee8-8e04-2cbc546a13b7

د غزني په مرکز او درېوو ولسوالیو کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د بیارغونې د ۵۷ پروژو چارې پیل شوې. دغه پروژې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له لوري پلې کېږي.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د سوېلي حوزې مسوول سعیدمحمد نوید سلام‌وطندار ته ویلي چې یادې پروژې به غزني ښار او درېوو ولسوالیو کې پلې او ورسره به ۹۱۸۸ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوید په وینا، په دغو پروژو کې د اوبو د ۴۸ کوچنیو بندونو جوړول، د کاریزونو پاکول او د پُلونو او پُلچکونو رغول شامل دي. دغه پروژې په غزني ښار، اندړ، خواجه‌عمري او واعظ ولسوالیو کې پلې کېږي.

د غزني د اقتصاد رییس نادرښاه شریف بیا وايي چې د یادو پروژو د چارو په پیلېدو سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او ورسره د یاد ولایت د اوسېدونکو پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بل‌خوا غزني کې د اقتصادي چارو شنونکي بیا پر دې باور دي چې دغه ولایت کې د اوبو بندونو له جوړېدو د هرکلي ترڅنګ وايي چې یادې پروژې به د یاد ولایت کرنه وغوړوي او اوبه به یې مدیریت شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام