Asset 1SWN

د غزني لروپرتو ولسوالیو کې ۱۵روغتیايي کلینیکونه جوړېږي

GHAZNI

د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې نږدې راتلونکو ورځو کې به دغه ولایت کې د ۱۵ روغتیايي کلینیکونو د رغېدو چارې پیل شي.

د غزني د عامې روغتیا رییس رسول‌خان نظري سلام‌وطندار ته وايي چې دغه کلینیکونه د «UNSPA» موسسې په مالي لګښت او «ادا» موسسې له لوري د یاد ولایت لرو پرتو سیمو کې جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د اداري تشکیل ترڅنګ به هر کلینیک اته اطاقه، یوه قابله، ساتونکی او خدمه ولري.

هغه وویل: «غزني کې د اف‌اېچ‌اېچ» پروژې تر نوم لاندې ۱۵ کلینیکونه جوړېږي چې د ادا موسسې له‌خوا رغول کېږي او مالي لګښت UNSPA موسسه ورکوي چې بېلابېلو ولسوالیو کې منظور شوي. یوه قابله، یو صفاکار، یوه ساتونکي ترڅنګ به هر کلینیک اته اطاقه ولري.»

د غزني د عامې روغتیا رییس همداراز زیاته کړه چې د یادو کلینیکونو په جوړېدو سره به د یاد ولایت لرو پرتو سیمو شاوخوا ۳۰زره اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه: «نو دا کلینیکونه معمولا هغو ساحو ته چې هلته صحي خدمات ډېر نږدې نه‌وي او لاسرسی ورته نه کېږي، معمولا داسې ساحې چې نفوس یی له ۱۰۰۰ څخه پورته ۱۰۰۰ ، ۲۰۰۰ یا زیات نفوس لري، هغوی لپاره، اف‌اچ‌اچ جوړېږي چی په مجموع کې تقریبا د ۱۵ اف‌اچ‌اچ کلینیکونو کې شاوخوا ۳۰زره او ۳۵زره نفوس ته به صحی خدمات برابر شي.»

په ورته مهال د غزني اوسېدونکي هم دغه ولایت کې د روغتیايي کلینیکونو له جوړېدو د هرکلي ترڅنګ وايي، لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو نشتون له امله د مېندو او ماشومانو د مړینې کچې لوړېدو لامل شوی دی.

د غزني یوه اوسېدونکې جمیلې سلام‌وطندار ته وویل: «ډېری مېندې له دې امله چې روغتیايي مرکزون ترې لرې دي، کور کې زېږون کوي چې دا ډول زېږونونه د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه وي.

د غزني اوسېدونکي هیله‌مندي ښيي چې دغه ژمنې دې ژر عملي شي او د یادو کلینیکونو د رغېدو چارې دې ژر پیل شي.

غزني کې مدني فعال  شفېع‌الله قاري‌زاده وویل: «غزني هم په مرکز او ولسوالیو کې د کلینیکونو له کمښت سره مخ دی. موږ هیله‌مند یو هغه ژمنې چې د عامې روغتیا ریاست او وزارت کړی، دا ژر تر ژره عملي شي.»

د یادونې وړ ده چې دا مهال د غزني په مرکز او ولسوالیو کې ۱۹۶ روغتیايي مرکزونه خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې سربېره د غزني د لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې یادو کلینیکونو کې شته خدمتونه ورته بسنه نه کوي او په وینا یې، د مسلکي ډاکټرانو نشتون له امله هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام