Asset 1SWN

غزني کې د جنايي پېښو ډېروالی؛ خلک: اسلامي امارت دې امنیت ټينګ کړي

gggg-1100x710-1

د غزني اوسېدونکي دغه ولایت کې د جنايي پېښو له زیاتېدو شکایت کوي او اسلامي امارت څخه د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

بریالی چې د غزني اوسېدونکی دی، سلام‌وطندار ته وايي چې نږدې یوه میاشت مخکې وسله‌والو غلو یې زوی وژلی او موټر یې ترې بیولی دی. نوموړی زیاتوي چې غلو یې د زوی جسد د غزني ښار څخه لرې یوې سیمه کې غورځولی و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بریالی له اسلامي امارت غواړي چې د زوی قاتلان یې ونیسي او سزا ورکړي. هغه وویل: «موضوع روښانه ده چې غلا وه. وسله‌واله غلا وه، موټر، موبایل او پیسې یې ترې اخیستي دي. یوازې غواړم چې قاتلان یې پیدا کړي او د خدای حکم پرې تطبیق کړي.»

د بریالي په وینا، د زوی وژل کېدو څخه یې یوه میاشت تېرېږي او سره له دې چې امنیتي بنسټونو ورسره ژمنه کړې چې د زوی قاتلان به یې مجازات کړي، خو تراوسه نه دي نیول شوي او نه هم مجازات شوي دي.

هغه وویل: «له لومړۍ ورځې راهیسې یوازې ډاډ راکوي او وايي چې اجرات کوي او پر دې موضوع په جدي توګه کار روان دی.»

غزني کې د جنايي پېښو په ځانګړې توګه د وژنو او وسله‌والو غلاوو زیاتېدو، د امنیتي وضعیت په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي. د غزني اوسېدونکي وايي، د ګران‌بیه موټرو خاوندان تر نورو ډېر امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د غزني اوسېدونکي ظفر سلام‌وطندار ته وویل:  «دا دوه میاشتې په غزني کې جنايي پېښې زیاتې شوې چې د غزني خلکو ته یې ډېر تشویش ور اچولی دی. له اسلامی امارت نه غوښتنه مو همدا ده چې په ‌دې هکله جدي پلټنه وکړي او کوم عاملان چې دي، هغه د قانون منگلو ته وسپاري.»

په ورته وخت کې د غزني د والي ویاند عمر غزنوي سلام‌وطندار ته وویل، دغه ولایت کې د زیاتره جنايي جرمونو عاملان د امنیتي او کشفي بنسټونو له‌خوا نیول شوي دي.

هغه وویل: «نو کومې پېښې چې شوي انشاالله ټول هغه سان زموږ امنیتي او کشفي ارګانونو نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته مو سپارلي دي او څېړنې ترې روانې دي. کله چې د دوی څېړنې بشپړې شوې، نو بیا به مو له رسنیو او هېواد‌والو سره مکمل معلومات شریک کړو.»

د غزني د امنیې قومنداني ویاند د امنیت ټينګښت او د مجرمینو نیولو لپاره خلکو څخه د همکاري غوښتنه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو میاشتو کې بېلابېلو ولایتونو کې جنايي پېښې زیاتې شوي او ان تر دې چې هره ورځ یوه یا څو ولایتونو څخه د جنايي پېښو رپوټونه ورکول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام