سلام‌وطندار یو‌شمېر نجونو او مېرمنو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې د ژوند بېلابېلو پړاونو کې د شته ننګونو او ستونزو له امله دغه نجونې او مېرمنې پر رواني اختلالاتو اخته کړې دي.

په دې راپور کې له ۱۶ هغو مېرمنو او نجونو سره مرکې شوي چې پر بېلابېلو رواني اختلالاتو اخته شوي او د ځان د درملنې کوښښ کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د مرکه شویو مېرمنو له ډلې یې ۱۲ مېرمنې او نجونې چې د وروستیو کلونو پر مهال رواني اختلالات ورته پیدا شوي، عمرونه یې له ۱۶ تر ۲۵ کلونو دي.

همداراز سلام‌‌وطندار له یادو مېرمنو او نجونو سره د مرکو پر مهال دا هم موندلې چې ۱۲ مېرمنې او نجونې پر ژورخپګان او څلور یې پر شدیدې روانې اختلالاتو اخته دي.

۲۰کلنه فوزیه چې د حقوق او سیاسي علومو زده‌کړیاله وه، سلام‌وطندار سره مرکه کې ویلي چې وزګارتیا او کورناستي ژوند ورته بې‌مانا کړی او په وینا یې، پر ځان یې باور له‌منځه تللی دی.

هغې وویل: «هغه استعداد، پر ځان باور، جرات او انګېزه مې چې پخوا لرله، اوس یې نه‌لرم او هره ورځ مې اسعداد وژل کېږي. وروستیو میاشتو کې مې ستونزې ډېرې شوي او راتلونکې ته هیله نه‌لرم، د ژوند مانا یعنی له‌منځه تلل. ارواه‌پوهانو ته ورغلم، ویل یې پر ژورخپګان اخته یې او باید درملنه دې وشي. زه دا ستونزې په ژړا او ویدو کېدو یې مهارومه.»

همداراز ۲۴کلنه عزیزه هم له ورته برخلیک سره مخ ده. هغې د مرکې په ترڅ کې سلام‌وطندار ته وویل چې په یوه معتبر پوهنتون کې یې زده‌کړې وکړې او د کاري زمینې نه‌شتون له امله له رواني اړخه ځورېږي.

نوموړې وویل: «له ورته ستونزو سره مخ یم او له ځان سره خبرې کوم، ځکه یوه معتبر پوهنتون کې مې زده‌کړې وکړې او زحمت مې ووېست، خو اوس د کار کولو زمینه راته نه‌ده برابره او ستونزو سره مخ یم او خپګان کوم.»

په مرکو کې څلور داسې مېرمنې هم شته چې د رواني اختلالاتو له امله یې د ځان‌وژنې هڅې کړې دي. د دوی له ډلې یوه یې له تېرو څلورو کلونو راهیسې له دې وضعیت سره مخ ده.

شقایق چې هېواد کې د رامنځته شویو تحولاتو له امله یې خپله دنده له لاسه ورکړې، وايي، دې وضعیت یې پر ژوند اغېز کړی، له سترو ننګونو سره یې مخ کړې او د ځان‌وژنې اقدام یې هم کړی دی. هغې زیاته کړه: «اوس پر کورناسته یم، د کار زمینه نه‌ده برابره او بیا مې فکر وکړ چې له دې، خو مرګ ښه دی او د ځان‌وژنې هڅه مې وکړه.»

مریم هم وايي چې څو ځله یې د ځان‌وژنې په اړه فکر کړی دی. د هغې په وینا، له کوژدنې وروسته یې کوژدن سره ستونزې پیدا شوي او دې وضعیت پر ځپګان اخته کړې. «زده‌کړې مې وکړې او غوښتل مې کار وکړم، خو ونه‌شو. بیا مې کوژده وکړه او کوژدن سره مې ستونزه پیدا شوه، ښه سړی نه‌و، غوښتل مې جلا شو، خو محکمه غیابي پرېکړه نه‌کوي او همداسې پاتې یوو، څو ځله مې د ځان‌وژنې فکر کړی دی.»

حسنا بابک بیا وايي: «د بېلابېلو لاملونو له امله پر دې ناروغي اخته شوې یم. زده‌کړو څخه لرېوالی لامل شوی چې اندېښنه وکړم او دا ناروغي ځینې وخت دومره شي چې ځان‌وژنه وکړم.»

همداراز سلام‌وطندار سره مرکو کې څلور نورو مېرمنو بیا ویلي چې د اقتصادي ستونزو، برق‌نیونې او کورني تاوتریخوالي له امله پر رواني ستونزو اخته شوې دي. یوې مېرمنې شبانې وویل: «له ۱۳۹۸ کال راهیسې پر رواني او روحي ستونزو اخته یم. لامل یې دا دی چې زه برق‌ونیولم او کوما کې وم، هېرېدل راته پیدا شوي او بدن کې مې نښې پیدا کېږي، ځانته مې اور اچوه، لوښي مې ماتول.»

زینب هم وايي چې څلور کاله کېږي پر روحي او رواني ستونزو اخته شوې او لامل یې کورنی تاوتریخوالی او ستونزې بولي. «ډېری وخت غواړم چې یوځای واوسم او څوک نه‌وي، تیاره کوټه وي او کله چې دا ستونزې ډېرېږي، نه غواړم چې د ډېرو خلکو منځ کې واوسم.»

د ښځو حقونو فعالانې بیا پر رواني احتلالاتو د نجون او مېرمنو د اخته کېدو اصلي لاملونه پر دوی محدودیتونه، جبري او کم عمر کې وادونه او له مالي اړخه د واک نشتون بولي.

فروزان داوودزۍ وویل: «ښځو ته د کار او زده‌کړو زمینه برابره وه چې دوی غوښتل زده‌کړې وکړي، خو اوس ناهیلې شوي او دا خپله د روحي ستونزو لامل کېږي.»

ارواح‌پوهان هم وايي چې وروستیو کې دوی پر رواني اختلالاتو اخته ډېری ښځې مراجعه کوي. یوه ارواح‌پوه هیبت‌الله ابراهیم سلام‌وطندار ته وویل: «ډېری ښځې راځي، ځکه هلکان یې حس کوي چې ډاکټرانو ته مراجعه وکړي، ښځینه ډېره زیانمنونکې ده. لاملونه یې ډېر دي چې ښځې او نجونې پر رواني او روحي ستونزو اخته شوي. اول دلیل یې اوسنی وضعیت دی. که  د ارواح‌پوهنې له اړخه ووینو، نجونې ډېر له عاطفي اړخه زیانمنونکې دي. اخر دلیل یې هم تعصب دی د هلکانو او نجونو ترمنځ او ځینو کورنیو کې شتون لري.»

بل‌خوا د عقلي او عصبي برخو ډاکټران هم وايي چې د نارینو په پرتله ښځې پر رواني اختلالاتو ډېرې اخته کېږي او په وینا یې، ښځې مهربانۍ او پام ته اړتیا لري.

د عقلي او عصبي ناروغیو پروفیسور عبدالمبین حکیمي سلام‌وطندار ته وویل چې دغه ناورغۍ په ښځو کې ډېره لیدل کېږي. «د بیولوژیکي جوړښت له اړخه، د ښځې او نارینه مغز توپیر لري. یوه اصطلاح ده چې د ښځې د مغز وزن کم دی، خو دا نه‌ده ثابته شوې او ښځه یو لطیف او زیانمنونکی جسم دی د نارینه‌ په پرتله، د همدې لپاره ښځو کې اختلالي، روحي او رواني ستونزې ډېرې دي.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې دفتر مسوولان که څه هم پر روحي او رواني اختلالاتو د اخته مېرمنو او نجونو د شمېر په اړه څه نه‌وايي، خو د یادې ټولنې ویاند عرفان‌الله شرف‌زوی وايي، دا مهال پر رواني ناروغیو اخته ۱۶۸۴ مېرمنې د دوی په درملیزو مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.

عرفان‌الله شرف‌زوی وویل: «کابل، ننګرهار، هرات، بلخ او کندوز کې د درملنې مرکزونه شته چې دې مرکزونو کې د رواني ناروغیو ۱۶۴۸ ښځینه ناروغانې تر درملنې لاندې دي چې له ډلې یې ۲۵۸ یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې دفتر اړوند دي او درملنه یې کېږي او پاتې ناروغان کور کې دي چې اوونۍ کې یو ځل مرکز ته مراجعه کوي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سلام‌وطندار د ښځو ځان‌وژنې په تړاو د رسنیو د خپرو شویو راپورونو او خبرونو تر څېړنې وروسته موندلې وه چې د وروستیو کلونو پر مهال هېواد کې د ښځو د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام